د دغې ادارې په فیسبوک پاڼه کې راغلي چې د مرکز کابل په ګډون د افغانستان په شمالي، شرقي، جنوب شرقي او مرکزي ولایتونو کې د ورښتونو امکان شته.
د احتمالي اورښتونو کچه د لسو او دېرش ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
په دې ورستیو کې افغانستان د سختو ورښتونو او د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو شاهد و چې خلکو ته یې ډېر ځاني او مالي زیانونه واړول.