د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خانجان الکوزي، د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د لوړېدو خبر ورکړی دی

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خانجان الکوزي، د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د لوړېدو خبر ورکړی دی

هغه ویلي اوس مهال تر ډېره خوراکي مواد، غوړي او ساختماني مواد له روسیې واردوي ځکه روسیې له افغانانو سره د سوداګرۍ شرایط نرم کړي دي.

ښاغلي الکوزي زیاته کړې چې په ۲۰۲۲ کال کې زموږ تجارت له روسیې سره ټول کال د ۶۶ میلیونو ډالرو په ارزښت وو خو په ۲۰۲۲ کال یوازې نهو میاشتو کې موږ له اویا میلیونو ډالرو څخه ډېر واردات کړي او که دا درې نورې میاشتې هم ورسره یوځای شي له سلو میلیونو ډالرو په ارزښت موږ له روسیې سره د وارداتو تجارت لرو.

ویل کیږي افغانستان تېر کال ۴ میلیون ډالره صادرات روسیې ته کړي چې ټول یې د ممیزو یا کشمشو عایدات وو.