د افغانستان برېښنا شرکت چارواکي وايي، غواړي له ترکمنستان سره د وارداتي برېښنا تړون نوی کړي

د افغانستان برېښنا شرکت چارواکي وايي، غواړي له ترکمنستان سره د وارداتي برېښنا تړون نوی کړي

د شمېرو له مخې افغانستان د خپلې اړتیا   ۲۰۲ میګا واټه برېښنا له ترکمنستانه،  ۴۴۰ میګاواټه له تاجکستانه،  ۴۵۰میګاواټه له ازبکستانه  او ۱۰۲ میګاواټه له ایرانه واردوي .

خو سږکال ژمی هم  د تېر په څېر د وارداتي برېښنا د کچې د کمېدو له امله د برېښنا پرچاوۍ ډېرې دي.

د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي په وینا، برښنا شرکت لومړی له ترکمنستان سره د برښنا تړون پر نوي کیدو به وغږیږي.