د افغانستان بانک پر سوداګريزو بانکونو د سل مليونه نوي بانک ‌نوټونو د وېش خبر ورکړی دی

د افغانستان بانک پر سوداګريزو بانکونو د سل مليونه نوي بانک ‌نوټونو د وېش خبر ورکړی دی

پرون چهارشنبه د دغه بانک په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه شمېر نویو افغانیو کې د لسو، شلو، پنځوسو او سلو افغانیو بانک ‌نوټونه شامل دي.

د افغانستان بانک په خبره، د نویو بانک‌نوټونو په بدل کې سل ملیونه زاړه بانک‌نوټونه له سوداګریزو بانکونو څخه ټول شوي دي.

په افغانستان کې په ځانګړې ډول د ا.ا له بیا واکمنۍ را وروسته د زړو بانک‌نوټونو په اړه تل شکایتونه کېږي.

تر دې وړاندې د افغانستان بانک د تېر کال نومبر میاشتې په نهمه نېټه اعلان خپور کړ چې د یوه پولنډي شرکت له‌خوا د چاپ شویو لس ملیارده نویو افغانیو لومړنۍ جوپه کابل ته رسېدلې ده.