د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ریلګاډۍ پټلۍ له لس ورځو بندېدو وروسته بېرته پرانیستل شوه

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ریلګاډۍ پټلۍ له لس ورځو بندېدو وروسته بېرته پرانیستل شوه

د اوسپنې پټلۍ د ادارې چارواکو خبر ورکړی چې پنځوس ډبې تجارتي مالونه پرون د حیرتان بندر له لارې په ریلګاډي کې افغانستان ته وارد شول.

د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د سلواغې په ۱۲مه په خبرپاڼه کې ویلي و، د دې لپاره چې افغانستان نه دی توانېدلې په خپل وخت د دې کرښې تخنیکي څارنه وکړي، نو دوی مجبور دي چې انتقالات ودروي.

تر دې وروسته د ا.ا د اوسپنۍ پټلۍ یو پلاوي په ازبکستان کې د هغه هېواد د اوسپنۍ پټلۍ له چارواکو سره دا تړون وکړ چې دا لاره به ډېر ژر بېرته پرانیستلو ته چمتو کړي.