د اسلامي پراختیایي بانک له پاکستان سره د میلیاردونو ډالرو مرستې ژمنه کړې ده

د اسلامي پراختیایي بانک له پاکستان سره د میلیاردونو ډالرو مرستې ژمنه کړې ده

د اسلامي پراختیايي بانک له لورې ۴.۲ میلیارد ډالر په اندازه دا پیسې به په راتلونکې دریېو کلونو کې اسلام اباد ته د تېر کال ویجاړونکو سېلابونو د بیا رغونې لپاره ورکول کېږي.

کارپوهان اقلیمي بدلون د دې سېلابونو لامل ګڼې او یو شمېر هېوادونو له پاکستان سره د مرستې ژمنه کړې ده.

د اسیا پراختیايي بانک هم د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلې دي چې په راتلونکو درېیو کلونو کې به پاکستان ته یو میلیارد ډالر ورکړي.

د امريکا متحدو ايالتونو هم ژمنه کړې ده چې پاکستان سره به سل ميليونه ډالره  نور مرستې هم وکړي او اروپايي ټولنې بیا له دې هیواد سره د لس ميليونو ډالرو نوې مرستې اعلان کړی دی.

له پاکستان سره د مرستو د راټولونې په موخه پرون ملګرو ملتونو په جینوا کې یوه ځانګړې ناسته جوړه کړې وه چې له دې هیواد سره د ورستیو سیلابونو له امله اوښتې زیانونه جبران او په همدې ډول د اقلیمي بدلون لپاره دا هیواد چمتو کړي.