د اسلامي همکاريو سازمان نن د افغانستان په اړه بېړنۍ غونډه جوړوي

د اسلامي همکاريو سازمان نن د افغانستان په اړه بېړنۍ غونډه جوړوي

دغه سازمان چې د سعودي عربستان په جده ښار کې دی، پرون په خپل رسمي ټویټر پاڼه کې خبر ورکړ چې په دې غونډه کې به د افغانستان پر وروستيو تحولاتو او بشري وضعیت بحث کیږي.

د اسلامي همکاريو سازمان او د اسلامي فقې نړیوالې اکاډمۍ تر دې مخکې د اعلامیو په خپرولو سره پر ښځو د ا.ا وروستي محدودیتونه له شریعت سره په ټکر کې بللي وو.

بل‌خوا تېره اوونۍ د مسلمانو عالمانو نړیوالې اتحادیې اعلان وکړ، چې د ا.ا عمومي مشر ملا هبت اله اخندزاده د دوی له جګپوړي پلاوي سره له کتنې ډډه کړې ده.

د دې اتحاد عمومي منشي، شیخ ډاکټر علي القره داغي په یوه اعلامیه کې ویلي دي، چې د دوی پلاوي د اسلامي او ورورولۍ اړیکو د لا ټینګښت په نیت افغانستان ته تللې و.