.دغه بحث د اروپا د پارلمان د بهرنیو اړیکو په کمېته کې جوړېږي
په دغه بحث کې د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی ټومس نیکلاسن، د بشري حقونو د څار سازمان یوه مسووله هیدر بار، د افغانستان لپاره د اروپايي پارلمان .د ټاکل شوي ډلګۍ مشر او ځينې افغان فعالان به برخه واخلي
د اروپا په پارلمان کې داسې وخت د ا.ا د واکمنۍ په اغېزو بحث کېږي چې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو ۴۰۰ ورځې تېرې شوې
. ټومس نیکلاسن کابل ته په سفر او تر هغه وروسته په څو بیانونو کې د نجونو د ښوونځیو په بیا پرانیستلو ټینګار کړی
.هیدربار د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو مسوولې هم د افغانستان بشري وضعیت په ځانګړې ډول د ښځو پر وړاندې د ا.ا چلند د اندېښنې وړ بللی دی