هغه همدارنګه په بروکسل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې امینې محمد سره د کتنې عکس خپور کړی او لیکلي چې له مېرمن امینې سره یې د افغانستان تر سفر وروسته معوماتي بحثونه درلودل.
امینه محمد چې د ملګرو ملتونو د یوه هیئت مشري کوله، تېره اوونۍ افغانستان ته د سفر پر مهال د ا.ا له چاروکو سره د ښځو او نجونو پر کار او تعلیم د بندیزونو په اړه خبرې وکړې خو داسې ښکاري چې د هغې په خبرو کې کوم د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.