د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، داعش په خپل ټلګرام کې د دې حملې مسوولیت منلی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع تېره شنبه ویلي وو چې د بامیان په مرکز کې د نامعلومو وسلهوالو د درېیو بهرنیانو په ګډون شپږ کسان د جمعې مازیګر ووژل شول او د څلورو بهرنیانو په ګډون اووه تنه نور ټپیان شول.
د قانع په خبره د دې پېښې په تړاو اووه کسان نیول شوي دي.
د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې درې وژل شوي کسان د دوی د هېواد اتباع دي.