د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند کرسټوفر برګر پرون برلین کې وویل، په موسسو کې د بشري مرستو د رسولو لپاره د ښځو ونډه ډېره مهمه ده.
نوموړي زیاته کړه چې له ښوونځیو او پوهنتونونو د نجونو راګرځول هم په هیڅ ډول د منلو نهدي.
ښاغلي برګر بیا وویل چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت له خپلو نړیوالو متحدانو سره له ډېر نژدې په اړیکه کې دی تر څو د دې پرېکړې په اړه څه وکړي.
دا په داسي حال کې ده چې تېره اونۍ سې شنبې ا.ا تر ثاني امر پورې له پوهنتون څخه نجونې منع کړې او د دې اونۍ په پیل کې یې وویل چې په موسسو کې مېرمنې نور کار نشي کولې.