ترکیې په ناټو کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب تاییدېدو لپاره نوی شرط اېښې دی

ترکیې په ناټو کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب تاییدېدو لپاره نوی شرط اېښې دی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، مخکې له دې چې د هېواد پارلمان یې په ناټو کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب طرح ومنې، دا دوه هېوادونه دي هغه ۱۳۰ کسان انقرې ته وسپاري چې ترکیه یې ټروریستان بولي.

سویډن او فنلند تېرکال په ناټو کې د شاملېدوغوښتنه کړې وه، خو د دوی غوښتنه باید د ناټو د ټولو دېرش غړو تاییدي تر لاسه کړي.

د ناټو دوو غړو، ترکیې او هنګري تراوسه دا غوښتنه نه ده تایید کړې.

انقره په خاص ډول له سویډن څخه د هغو کسانو پر وړاندې چې ترکیه یې تروریستان بولي، د څرګند دریځ غوښتونکې ده.