په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بېنیټ د هاګ د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتنه کړې ده چې د ا.ا له لوري له ښځو سره د جنسیتي تبعیض په هکله څېړنه وکړي.
نوموړي دا بندیزونه د بشري حقونو څخه سرغړونه بللې او ددې موضوع د جدي تعقیب غوښتنه یې کړې ده .
ښاغلي بینټ وویل چې یوازې اعلامیې او ټویټونه بسنه نه کوي ، هغه پخپله د هاګ د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتي دي چې دا موضوع په جدي توګه وڅیړي
ا.ا یوه اونې وړاندې د یوه فرمان په خپرولو د افغانستان په ټولو پوهنتونونو کې د ښځینه محصلانو پر لوړو زده کړې بندیز ولګاوه. او همدا راز یې په ټولو نادولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو پرکار کولو د بندیز لګولو وروسته د نړیوالو ټولنو غبرګونونه وپارول .