بېلاروس د خيانت په بدل کې چارواکو ته د مرګ سزا ورکولو لايحه تصويب کړه

بېلاروس د خيانت په بدل کې چارواکو ته د مرګ سزا ورکولو لايحه تصويب کړه

د بیلاروس د پارلمان وکیلانو هغه لایحه تصویبه کړه، چې له مخې به یې هیواد ته د خیانت په بدل کې سیاسون او پوځي پرسونل ته د مرګ سزا اورول .کیږي

دا لایحه داسې مهال تصویبېږي، چې اندېښنې شته روسیه ښايي د بېلاروس له پوځ سره یوځای د بېلاروس له خاورې پر اوکراین تازه حملې وکړي.

په دې لایحه کې چې د ډسمبر پر ۷مه د بیلاروس په پارلمان کې ولوستل شوه، راغلي د بېلاروس د پوځ د بدنامولو په هدف د ناسمو اطلاعاتو د ورکولو په بدل کې د جنايي تعقیب موضوع  شامله شي.

روسیې په فبروري میاشت کې پر اوکراین د یرغل وروسته دې ته ورته یو لانجمن قانون په مارچ میاشت کې هم تصویب کړی و، چې په کې د روسي پوځیانو د بدنامولو هڅه کونکې ته سختې جزاګانې ټاکل شوې وې.