بینیټ د جرمونو نړیوالې محکمې غونډه کې پر ګډون د خوښحالۍ څرګندونه وکړه

بینیټ د جرمونو نړیوالې محکمې غونډه کې پر ګډون د خوښحالۍ څرګندونه وکړه

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینیټ د جرمونو نړیوالې محکمې په غونډه کې د ګدون لپاره خوشحالې څرګنده کړه.

د جرمونو نړیوالې محکمې د جنسیتي ځورونې د جرمونو په باب خپله نوې پالیسي پیل کړې ده.

د ښاغلي بینیټ د تېرې شپې یو لړ ټویټونو له مخې نوموړی په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه نامعلوم برخلیک ته په پام سره افغانستان کې هم پر دې موضوع د څېړنو غوښتنه کړې ده.

د دغې محکمې وتلي څارنوال کریم خان تېره چهارشنبه د جنسیتي ځورونې د جرمونو په باب د پالیسۍ د بدلون خبر ورکړی و.