د اسلامی امارت د کورنیو چارو وازت وايي په کابل کې د پولیسو له روزنیز مرکزه ۱۰۰ تنه ښځېنه پولیسي فارغې شوې دي
د راپور په اساس ټاکل شوې دغه ښځې د عامه نظم په رياست کې په دندو وګمارل شي.
د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه کې د کابل د پولیسو له روزنیز مرکز څخه د څو تنو ښځو د فراغت ویډيو او پيغامونه خپاره کړي دي.
په دې ویديو ګانو کې د ټولو میرمنو یونیفورم سر تر پایه تور دی .
ا.ا امارت داسې مهال د ښځینه پولیسو د استخدام هڅه کوي چې د پخواني حکومت په زرګونه ښځینه پولیسې په کورونو کې پاتې دي او یو شمېر نور یې د ا.ا له بیا واکمنېدو راهیسې له هېواده بهر تللي دي.