انعام اله سمنګاني د ا.ا مرستیال ویاند په ټوېټر کې لیکلي دي چې د افغانستان د دیني مدرسو اوسنی نصاب تر ډېره د هند او پاکستان مدرسو ته نږدې دی.
بل لور ته بیا د یو ترکي بنسټ او د ا.ا د پوهنې وزارت ترمنځ تفاهم لیک لاسلیک شوې چې له مخې یې د’اي ډي ایف’ په نوم دا ترکي بنسټ به د افغانستان په پنځو ولایتونو کې دیني مدرسې جوړي کړي.