په پاکستان کې د افغانستان سفارت شارژدافیر سردار احمد شکیب وايي، په اسلام اباد کې یې د ۲۷ هېوادونو له سیاسي دفترونو سره رسمي اړیکي جوړ کړي دي.
د ا.ا د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د ښاغلي شکېب په حواله لیکي” چې د خپل کار له پیله یې د اړیکو د ښه والي لپاره د نړۍ د هېوادونو له استازو سره له ۶۰ څخه تر ۷۰ رسمي ناستې درلودې.”
ا.ا له نورو هېوادونو سره د رسمي اړیکو د پالنې خبرې داسې مهال کوي چې په افغانستان کې د ا.ا د بیا واکمنې نژدې ۱۶ میاشتې کېږي، خو تر اوسه یې حکومت د هیڅ کوم هیواد لخوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.