ا.ا ادعا کړې ده چې د داع ش ډلې د بهرنيو اړيکو مالي مسؤل یې نيولی دی

ا.ا ادعا کړې ده چې د داع ش ډلې د بهرنيو اړيکو مالي مسؤل یې نيولی دی

د ا.ا استخبارات وايي، د پوځي عملیاتو په ترڅ کې یې د ‘خوارجو’ د ډلې د بهرنیو اړیکو او مالي چارو مسؤل نیولی دی.

ا.ا د خوارجو اصطلاح د اسلامي دولت ډلې یا داع ش د غړو لپاره کاروي.

دغه بیان کې چې پرون د استخباراتو پر رسمي ټویټر خپور شو ویل شوي چې د مالکي په مستعار نوم دغه تورن کس د اوکرايین، جرمني او اسپانیا په ګډون له نورو هېوادونو څخه مالي مرستې راوړلې او د دې ډلې د جلب او جذب مسوول هم و.

ا.ا د دوحې په تړون کې له متحدو ایالتونو او نړیوالې ټولنې سره موافقه کړې وه چې د ترویستي ډلو فعالیت ته به اجازه ورنکړي خو له تېر یو کال راهیسې د دوی حکومت له دې تورونو سره مخامخ دی چې په افغانستان کې یې د القاعدې شبکې په ګډون نورو تروریستي ډلو ته ځالې ورکړې دي