اوکرلین له ایرانه غوښتي دي چې مسکو ته د وسلو له ورکولو ډډه وکړي

اوکرلین له ایرانه غوښتي دي چې مسکو ته د وسلو له ورکولو ډډه وکړي

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر له خپل ایراني سیال سره په خبرو کې د دې غوښتنه کړې چې تهران دې مسکو ته د وسلو له ورکولو ډډه وکړي.

دیمیتري کولیبا پرون د اکټوبر ۲۸مه پر ټوېټر له حسین امیر عبداللهیان سره د ټیلیفوني اړیکې په خبر ورکولو سره لیکلي، له روسیې سره پوځي مرستې چې د ده په وینا د ملکي وګړو په وژنه کې کار ترې اخیستل کېږي باید ژر تر ژره بندې شي.

کییف او لوېدیځ متحدان یې روسیه پر دې تورنوي چې د اوکراین په جګړه کې له ایراني بې پیلوټه الوتکو څخه کار اخلي.

متحدایالتونه، بریتانیا او اروپايي ټولنه د همدې موضوع له کبله غواړي پر ایران نور بندیزونه هم  ولګوي.