اوکراین د لومړي ځل لپاره د ښځينه بندیانو په تبادله کې د ۱۰۸ مېرمنو د خوشې کېدو اعلان وکړ

اوکراین د لومړي ځل لپاره د ښځينه بندیانو په تبادله کې د ۱۰۸ مېرمنو د خوشې کېدو اعلان وکړ

د اوکراین د ولسمشر ویلادمیر زلنسکي د دفتر مشر اندري یرمک په ټیلګرام کې ویلي په دې  تبادله کې ۱۰۸ ښځې خوشې شوي چې زیاتره یې د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو غړې دي.

دا تبادله د اکتوبر په ۱۷ شوې ده،دچې په اوکراین د روسیې د یرغل له پیله د ښځینه بندیانو لومړنۍ لویه تبادله وه.

یرمک وویل، په خوشې شویو بندیانو کې ۳۷ تنه يې هغه ښځې وې چې د اوکراین په ماریوپول ښار کې  د فولادو په کارخونه کې د څو اونیو جګړو په ترڅ کې بندې پاتې وې.

د اوکراین د ولسمشر د دفتر رئیس د هغو روسي ښځو د شمېر او جزییاتو په اړه معلومات ورنه کړل چې دوی ورخوشې کړي او دا مسله یې حساسه وبلله.