دا خبره سي.اېن.اېن خبري اژانس ته ځينو اوکراييني چارواکو د شاهد-۱۳۶ په نوم د یوې ځان چوونکې بې پېلوټه الوتکې له نیولو او څېړلو وروسته کړې ده.
اوکراییني چارواکو وايي دوی ته دغه الوتکه روغه په لاس ورغلې وه چې د پرزو تر ارزونې وروسته دا ورته په ډاګه شوې چې څلوېښت پرزې یې دیارلسو بېلا بېلو امریکايي شرکتونو جوړې کړې دي.
اوکراييني چارواکو همدا راز ویلي چې د شاهد-۱۳۶ بې پېلوټه ایرانۍ الوتکې پاتې نورې پرزې د کاناډا، جاپان، چین، سویس او تایوان شرکتونو تولید کړې دي.