انګېلا میرکل د جرمني پخوانۍ صدراعظمې د نانسن په نوم د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې معتبره جایزه وګټله.
د هغې د ستاینه وشوه، چې د خپل قدرت پر مهال یې د پناه غوښتونکو د خوندیتوب لپاره کلک هوډ درلود.
په سوریه کې تر جګړې وروسته د کډوالو تر ټولو لوی بحران د رامنځتکېدو سره، جرمني په ۲۰۱۵م او ۲۰۱۶م کلونو کې یو ميلیون او ۲سوه زره پناه غوښتونکو ته هرکلی ووایه.
.د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ د مېرمن میرکل جرئت او زړه سوی وستایه
انګیلا میرکل چې۱۶ کاله یې د جرمني رهبري کړې وویل، هغه وضعیت اروپايي ارزښتونه يې له ازمېښت سره مخامخ کړل او دا وضعیت د بشري چارو .پرته بل څه نه و