انټوني بلېنکن د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وايي له افغانستانه نړۍ ته کوم ګواښ نه شته

انټوني بلېنکن د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وايي له افغانستانه نړۍ ته کوم ګواښ نه شته

بلېنکن همداراز د ا.ا په هکله ویلي دي، هغه څه چې وايي نه شي ترسره کولای او یا  هم نه غواړي چې ترسره یې کړي

بلېنکن د شیکاګو پوهنتون د سیاست په انسټېټيوټ کې د افغان نجونو او ښځو د بشري حقونو د خوندیتوب په اړه ځېنو پوښتنو په په ځواب کې وویل چې له ا.ا څخه غواړي تر څو د نړیوالې ټولنې او امریکا له تمې سره سم د افغانانو په ځانګړې ډول د نجونو او ښځو حقونه وساتي.

هغه له افغانستانه د امریکايي عسکرو له وتو یو ځل بیا ننګه وکړه، خو دا یې هم وویل که چېرې ترهګریزې ډلې یو ځل بیا  افغانستان کې پټنځایونه جوړ کړي، نو پرې برید به وکړي، هغه ډول چې د القاعده پر مشر ایمن‌الظواهري یې برید وکړ.

خو بلېنکن  له ټولو اندېښنو سره دا هم وویل چې له افغانستانه کوم ګواښ نه‌شته.