امریکا له ا.ا غوښتې دي چې خپلې ژمنې د بشر د حقونو په برخه کې عملي کړي

امریکا له ا.ا غوښتې دي چې خپلې ژمنې د بشر د حقونو په برخه کې عملي کړي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د امریکا د متحدایالتونو استازې مېشل ټیلر پر ا.ا غږ کړی دی چې خپلې ژمنې دي د مېرمنو او نجونو د حقونو د ورکړې په برخه کې عملي کړي.

مېرمن ټیلر دا غوښتنه پرون د دې شورا د غونډې پرمهال وکړه.

هغې وویل: “موږ له نړیوالې ټولنې سره په ګډه له ا.ا غواړو چې د ټولو افغانانو بشري حقونو ته د درناوي لپاره پر خپلو ژمنو عمل وکړي او ټول لګېدلي محدودیتونه لرې کړي.”

  ا.ا  بیا وايي، چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی لري.

خو د بشري حقونو فعالان بیا ا.ا د ښځو او نجونو د حقونو په نقضولو تورنوي