قاضي جان بیټس وویل دا پرېکړه “اسانه نه” وه، خو بن سلمان د یو خپلواک هېواد د مشر (لومړي وزیر په توګه) له خوندیتوب برخمن دی.
دغه سعودي الاصله امریکایي خبریال د سعودي واکمن شاهي نظام مخالف و.
د خاشقجي کوژدنې خدیجې چنګېز په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي، له دې حکم سره “نن جمال یو ځل بیا ومړ”.
هغې د دیموکراسۍ له ملاتړې (ډاون) ټولنې سره په همکارۍ د امریکايي محکمې پرېکړې پرضد د ملکي دعوا خوځښت هم پیل کړی دی.
خاشقجي په ۲۰۱۸ کال د ترکیې په استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ د ننه ووژل شو،چې د سعودي د واکمن شاهي نظام استخباراتي ډله په دې وژنې تورنه شوه.
خو ریاض وايي دا ډله (مرتده) ده او چارواکو ته له مراجعې پرته یې دا کار کړی دی.