امريکا غواړي د ايران د بې‌پيلوټه الوتکو د توليد صنعت باندې بنديزونه ولګوي

امريکا غواړي د ايران د بې‌پيلوټه الوتکو د توليد صنعت باندې بنديزونه ولګوي

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاندې ادریین واتسن پرون چهارشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، امریکا غواړي د بندیزونو له لارې د دغو الوتکو د تولید او صادراتو مخه ونیسي.

نوموړې زیاته کړه، هغه شخصي شرکتونه له بندیزونو سره مخامخېدای شي چې دې برخه کې کار کوي.

امریکا له دې وړاندې هم پر هغو کسانو بندیزونه لګولي چې دغه بې‌پیلوټه الوتکې یې له ایرانه روسیې ته وړي دي.

روسیه دغه الوتکې د اوکراین په جګړه کې کاروي