افغان هنرمندان په ایران او پاکستان کې په درنو کارونو بوخت دي

افغان هنرمندان په ایران او پاکستان کې په درنو کارونو بوخت دي

په افغانستان کي د ا.ا بیا واکمنېدو سره یو شمېر افغان هنرمندان او سندرغاړي له هیواده وتلو ته اړ شول،چې اوس له دغو هنرمندانو څخه ډېری یې په ایران او پاکستان کې درانه کارونه کوي.

له دې ډلې یو شمېر هنرمندان د اروپايي هیوادونو سربېره امریکا او کاناډا ته کډوال شوي دي، خو ځینې يې بیا په ایران او پاکستان کې د مسافرۍ ژوند تېروي او له خپل مسلک خلاف درانه یا شاقه کارونه کوي .