دغه سيالۍ پرون(یکشنبه) په انګلستان کې ترسره شوې او له بېلابېلو اروپايي هېوادونو څخه ۷۰ تنو نابینا لوبغاړو په کې برخه اخیستې وه چې ښاغلي نوري په ۴۹ ثانیو کې د پنځوس متره واټن په طی کولو سره، لومړی مقام خپل کړ.
ښاغلي نوري رسنیو ته په استول شوي پيغام کې : د لامبو وهنې په سيالۍ کې د سرو زرو د مډال ګټلو او د لوبې د سختوالي په هکله خبرې کړي دي.
ولي محمد نوري تر دې وړاندې هم د بینایانو او نابینایانو د ځغاستې او لامبو وهلو سیاليو کې اتلولۍ ګټلي دي.