اسپانیا غواړي چې ۱۴جنګي جټ الوتکې په بلغاریا او رومانیا کې ځای پرځای کړي

اسپانیا غواړي چې ۱۴جنګي جټ الوتکې په بلغاریا او رومانیا کې ځای پرځای کړي

اسپانیا د ناټو غړې دی او ناټو غواړي چې په خپلو ختیځو پولو کې د روسیې د یرغل مخه ونیسي.

د اسپانیا دفاع وزارت پرون په يوه اعلامیه کې دا هم وویل، چې یو شمېر پوځیان به د روزنې لپاره سیمې ته واستوي.

د فبروري په ۲۴مه پر اوکراین د روسیې د یرغل وروسته، ناټو په ختیځې اروپا کې د خپلو غړیو هېوادونو امنیت ته اندېښنه لري.