اروپايي ټولنې د افغانستان په ګډون ځینو هېوادونو ته ۲۱۰ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي

اروپايي ټولنې د افغانستان په ګډون ځینو هېوادونو ته ۲۱۰ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي

دغه کمېسیون پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په افغانستان کې د خوراکي موادو له کمښت سره د مقابلې لپاره ۷۵ میلیونه یورو یې ځانګړې کړي دي.

ویل کېږي چې پاتې نورې پیسې به د ۱۴ هیوادونو تر منځ وویشل شي.

د سوریې او لبنان په ګډون دغه مرستې به په هغو عربي، افریقايي او مرکزي امریکایی هیوادونو وویشل شي چې اقتصادي ستونزي لري.

 خبرپاڼه زیاتوي، چې ۲۴ میلیونه افغانان د دې تر څنګ چې کافي خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري روان ژمې ته د سون توکو د اخیستنې لپاره د لوړو قیمتونو هم سرټکوي.