آریانا افغان هوايي شرکت د متحده عربي اماراتو العین ښار ته الوتنې پیلوي

آریانا افغان هوايي شرکت د متحده عربي اماراتو العین ښار ته الوتنې پیلوي

د باختر دولتي خبري آژانس د راپور له مخې د آریانا الوتکې به له اوه کلن ځنډ وروسته د کابل او العین ترمنځ په اوونۍ کې دوه ځلې تګ راتګ کوي او په دغو الوتنو کې د مسافرینو په ګډون سوداګریزې توکې هم ولېږدول شي.

که څه هم  د ا.ا له بیا واکمنېدو سره د نړۍ بېلابېلو ښارونو ته د آریانا افغان هوايي شرکت د الوتنو لړۍ ځنډېدلې وه، خو د متحده عربي اماراتو د یوه شرکت له خوا د کابل په ګډون د هېواد د څلورو ولایتونو هوايي ډګرونو له بیا  رغونې وروسته یوځل بیا د افغانستان دروازه د نړیوالو الوتنو پرمخ خلاصه شوه