شنیل برانډ

شنیل برانډ

شنېل د لوکسو کالیو او د کور د سامانونو یو پېژندل شوی فرانسوی برنډ دی.

دا شرکت په ۱۹۱۰ز کال د کوکو شنېل لخوا په فرانسه کې تاسیس شوی دی.

شنېل د ښځینه جامو او ګاڼو په برخه کې ځانګړی مقام لري خو هغه څه چې شنېل ته يې لوړ باور وربخښلی، د دې شرکت پنځه ځانګړي عطرونه دي.

په یوه کال کې د دې شرکت ګټه ۱۵،۶ میلیارده ډالرو ته رسیږي چې خالصه ګټه يې بیا په کال کې ۴ میلیارد ډالر ده.

د دې شرکت اوسني مالکان الین ورتېمراو ژرار ورتېمر نومیږي چې د شرکت د تاسیس پر وخت د کوکو شنېل د یوازیني شریک ورتېمر لمسیان دي.

شنېل دوه مرکزي دفترونه لري، یو يې د فرانسې په نوی-سور-سن کي دی او بل يې د انګلنډ په لنډن ښار کې واقع دی.

شنېل د نړۍ په بیلابیلو ښارونو کې په سلګونه نوري فرعي څانګې لري چې د کارکونکو شمېر يې ۲۸۵۰۰ تنو ته رسیږي.

د شنېل تولیدي توکي عطر، ګاڼه، جامې، د کور یا ډیکوریشن وسایل، لاسي بکسونه او نور توکې دي چې سلګونه زره ډالره ارزښت لري.