روسي ځواکونه د زاپروژیا د اټومي تاسیساتو څخه د وتلو لپاره چمتووالی نیسي

روسي ځواکونه د زاپروژیا د اټومي تاسیساتو څخه د وتلو لپاره چمتووالی نیسي

د اوکراین د اټومي انرژۍ د دولتي ادارې مشر وايي، روسي ځواکونه ښايي د زاپوروژیا له اټومي تاسیساتو څخه ووځي.

پیټرو کاټین پرون (د نومبر ۲۷مه) وویل  ځینې نښې یې لیدلې چې ښایي همداسي وشي.

د خبري اژانسونو د راپورونو له مخې د روسیې دا کار به د اوکراین په ختیځ کې د جګړې په ډګرونو کې لوی بدلون راولي.

د زاپروژیا اټومي بټۍ د مارچ په میاشت کې، پر اوکراین د روسي ځواکونو  تر یرغل څو اوونۍ وروسته  ونیول شوه.