د کووېډ‌ ۱۹ محدودیتونو له امله په چین کې اوس لاریونونه لویو ښارونو ته غځېدلي‌ دي

د کووېډ‌ ۱۹ محدودیتونو له امله په چین کې اوس لاریونونه لویو ښارونو ته غځېدلي‌ دي

لاریون کوونکو د چین له حکومته غوښتې دي چې په دغه هېواد کې د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي له پاره لګول شوي سخت قوانین کې نرمښت راولي.
په لاريون کې ګډونوالو د دغه هېواد د مشر شي جين پينګ او واکمن کمونست ګوند پر ضد شعارونه ورکول او د ښاغلي شي د استعفا غوښتنه کوله.
پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې ویډیوګاني ښي، د اعتراضونو په دویمه ورځ زرګونه کسان د چین په واټونو کې د راټولېدو په حال کې دي.
تر ټولو ستر لاریونونه په شانګهای کې شوې ، چې د چین تر ټولو لوی ښار او د نړۍ مهم مالي مرکز بلل کېږي. خو په ورته وخت کې دغه مظاهرې د چین د ځینو نورو ښارونو په ګډون په اوهان کې هم پراخې شوې دي.

له لایون کوونکو سره د پولیسو د نښتو او د هغوی د نیولو ویډیوګانې او رپوټونه هم خپاره شوي دي.