Archive for Category: NEWS

هرات کې د ا.ا چارواکي وايي د افغان سوداګرو ریل ګاډۍ د ځینو مراحلو د بشپړولو له کبله درولې شوې ده

په هرات ولایت کې د ا.ا چارواکو هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې ایران د افغان سوداګرو له مالونو ډک رېل ګاډۍ ته د تېرېدو اجازه نه ده ورکړې د هرات د والي ویاند نثار احمد الیاس د دوشنبې په ورځ رسنیو سره خبرو کې ویلي، دا ریل ګاډۍ...

Read More

یوناما: په افغانستان کې مو درې زره کیلو متر مربع مځکه له ناچاودېدليو توکو پاکه کړه

د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما پر خپل ایکس پاڼې دغه څرګندونې نن دوشنبه د ماینونو په وړاندې د عامه پوهاوي د نړیوالې ورځې په مناسبت چې د اپریل په ۴مه لمانځل کیږي، کړي دي. یوناما داسې مهال دا څرګندونې کړي، چې پرون ماپښین د غزنې ولایت د...

Read More

د هرات ولایت محلي چارواکو د دغه ولایت زلزله ځپلو ته لسهاوو کورنه سپارلې دي

د هرات ولایت د والي ویاند نثار احمد الیاس پر خپل ایکس شبکې لیکي چې د انجیل ولسوالۍ زلزله ځپلو ته ۸۰ کورونه سپارل شوي دي. تېر کال د اکټوبر په ۷ مه یوې زورورې زلزلې د هرات ښار ولړزاوه چې د ملګرو ملتونو او څو نورو سازمانونو د...

Read More

افغاني سرې میاشتې ۲۵ په زړه سوري ماشومان د کابل روغتونونو ته معرفي کړي دي

سرې میاشتې پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې د دې ناروغانو د تداوۍ لګښت یې په غاړه اخیستی دی. دغه خیریه بنسټ ادعا کړې چې په تېر څه باندې یو نیم کال کې یې نژدې ۳ زره هغه ماشومان چې د سوري زړه ناروغي یې لرله په...

Read More

د پاکستان د دفاع وزیر افغانستان د ټولو ترهګریزو پېښو سرچینه بللې ده

خواجه محمد آصف د مارچ۲۷مه پر خپلې ایکس پاڼې ادعا کړې چې په پاکستان کې د ترهګرۍ سرچینه په افغانستان کې ده. نوموړي د افغانستان پر حاکم حکومت تور پورې کړی دی، چې په افغانستان کې د وسله‌والو له “پټنځایونو خبر ده” خو د پاکستان پر ضد آزاد بریدونو...

Read More

فراه ولایت کې په مخدره موادو د روږدو کسانو د راټولونې پروکرام پیل شو

د دغه پروګرام په لومړي پړاو کې ۸۵ تنه د معتادینو د ساتنې او پالنې مرکز ته وړل شوي دي. د فراه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري وايي، د دې پروګرام په بهیر کې به له فراه ښار او ټولو ولسوالیو څخه معتادین راټول او د معتادینو...

Read More

غزني کې په یوه ترافیکي پېښه کې اته تنه مړه شوي دي

د دې ولایت سیمیز چارواکي وايي، پېښه پرون ناوخته د اندړ ولسوالۍ په ناني سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو ۴۰۴ ډوله مسافروړونکي بس د کابل کندهار پر لویه لاره له یوه باروړنکی مازدا سره ټکر وکړ. د راپورونو له مخې دواړه موټران له غزني څخه د...

Read More

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت وايي، د افغانانو لپاره وړیا کورسونه پیلوي

دغه سفارت پرون پر خپل ایکس شبکې لیکلي چې لوړو زده کړو ته د افغانانو د لاسرسي د ملاتړ د پروګرام له لارې په سوداګرۍ، معلوماتي ټېکنالوژۍ، ساینس، روغتیا او حقوقو کې روزنیزې دورې پیلوي. د سفارت له  قوله د دغه پروګرام په مرسته افغانانو ته  د انلاین روزنې...

Read More

ایراني چارواکو یو ځل بیا د اوبو د حقابې موضوع راپورته کړې ده

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي پرون د ایران ایسنا اژانس سره په خبرو کې هیله ښودلې چې تر تلې میاشتې به د هلمند د سیند اوبه ایران ته داخلې شي. قُمي وایي چې د اوبو په تړاو د ا.ا له چارواکو سره د ایران...

Read More

د موسمې ستونزو له کبله د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د پولیو واکسیناسیون ځنډول شوی دی

له پولیو څخه د پاک افغانستان پروګرام د سه شنبې په ورځ (فبروري ۲۷) په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې د افغانستان په ډیرو سیمو کې د پولیو واکسیناسیون روان دی، خو د واورو، باران او یخې هوا له امله په کاپیسا، پروان، ارزګان، زابل، هلمند، کندهار، غزني،...

Read More