پاکستان له باثباته افغانستان څخه څه غواړي؟

پاکستان له باثباته افغانستان څخه څه غواړي؟

ورځپاڼه: د نیوز انټرنېشنل
ژباړه: حامد

پاکستان هڅه کوي چې د نړیوالې ټولنې انګیرنه چې دوی ترهګرو ډلو ته خوندي پټنځایونه ، استخبارات او نظامي مرستې چمتو کوي له منځه یوسي. سربیره پردې، پاکستان هم د نړۍوالو او سیمه ایز قدرتونو سره د افغانستان ، متحده ایالاتو ، روسیې ، او اروپایی اتحادیې سره خپلې اړیکې ښې کول غواړي.
دا لومړۍ ځل دې چې په سویلي آسیا کې د سولې او امنیت په راوستو کې د پاکستان هیلې او رول د نړۍوالې ټولنې له ګټو سره همغږي کوي. په افغانستان کې د اوږدې مودې او خونړۍ وسله والې نښتو او جګړو د پای ته رسولو ، او په سیمه کې د ثبات راوستو ټولې پخوانۍ هڅې ناکامې ثابتې شوېدي. دا ممکن د پاکستان مخکنۍ هڅې په افغانستان کې یو حکومت د طالبانو په مشرۍ قوي ملاتړ ته منسوب وي.
په هرصورت ، داسې بریښي چې پاکستان د سولې په پروسه کې غوره لوبه کوي. په تېره د پاکستان د پوځ لخوا جوړجاړي ته د بدلون په سترګه کتل کیدی شي، داسې برېښي چې د پاکستان اوږدمهاله تګلارې هم د بدلېدو په حالت کښې دي.
سربیره پردې، پاکستان هیله لري د افغانستان په همکارۍ د تروریستي ډلو په ځپلو کښې په ګډه کار وکړي او د نړیوالې ټولنې ادعاګانې چې د پاکستان دولت له خوا تمویل شوې ترهګري منع کړي. ممکن دغه مثبت درېځ به پاکستان سره د د د تورو پیسو سپیناوي او ترهګرۍ سره د مالي مرستو مخنیوي نړیوالې ادرې فاینانشل اېکشن ټاسک فورس یا مالي عمل ټاسک ځواک ‘ایف اې ټي ایف’ څخه له خړ لیسته وتلو کې مرسته وکړي، بل عامل کیدی شي چې د سوداګرۍ ډیروالۍ او په احتمالي توګه هیواد ته د اقتصادي مرستو بیرته راجلبیدو لامل شي.
له هند سره د افغانستان په اړه د دوه اړخیزو اړیکو وده د پاکستان لپاره خورا مهم او له انګېرنه ډکه ده. که څه هم هندوستان ممکن د سولې په پروسه کې فعاله برخه ونلري، خو بیا هم هند د افغانستان ثبات کې خپلې ځانګړې ګټې لري. هندوستان تل د افغانستان منتخب حکومتونو سره ښې اړیکې لرلې دي. په افغانستان کې د دوۍ ګټې هم د دې لپاره دي چې په سیمه کې د پاکستان د ځواک او نفوذ څارنه وکړي. د افغان حکومت او طالبانو دواړو سره د قوي اړیکو په رامینځته کولو سره ، پاکستان کولی شي په افغانستان کې د هند اقتصادي ، سیاسي او امنیت نفوذ کم کړي.
په دې اساس، پاکستان باید په افغانستان کې د ګډ حکومت د رامینځته کېدو لپاره هیله ولري. د طالبانو تر مشرۍ لاندې حکومت ممکن په سیاسي ډګر کې د پاکستان په لوریې تله ډېره درنه وي ، خو پاکستان باید ونه غواړي طالبان په بشپړ کنټرول کې وي. کنه نو، د پاکستان په سویلي پوله کښې حالت به د ۱۹۹۰ لسيزې کلونو ته وګرځي او دا به په پاکستان کې د ترهګرو ډلو لکه تحریک د طالبانو پاکستان ځواکمنولو سره په سیمه کې د تروریزم او افراطیت د بیا راپورته کیدو لامل شي.
په هرصورت، د سولې پروسه په سیمه کې د امنیت یوغلطه نظریه رامینځته کړۍ. هغه دا چې که د سولې بهیر د پرمختګ او بریا په لور ورسید او له افغانستان څخه د متحده ایالات پوځ له وتلو وروسته به د پاکستان ملي امنیت لپاره یو شمیر ننګونې رامنځته کړي.
د نړیوالو ځواکونو وتل به په افغانستان کې د پاکستان او نورو ګاونډیو هیوادونو په ضد د وسله والو ډلو لپاره پټنځایونه ډیر شي، او د نا امنۍ عامل به په سیمه کښې وګرځي.
د متحده ایالاتو لخوا له افغانستان څخه د عسکرو ایستلو اعلامیه د دې لامل شوې چې په پاکستان کې بېلابېلې جنګیالې ډلې به یو له بل سره د یو اتحاد په رامینځته کولو کې مرسته وکړي. د دې ترهګریزو ډلو یووالۍ به د پاکستان ملي امنیت لپاره ناورین رامینځته کړي . په ځانګړي توګه د متحده ایالاتو د ځواکونو له وتلو وروسته د هراړخیزې پالیسۍ نشتون به په افغانستان کې د کورنۍ جګړې پیل شي، سیمه ایزو قدرتونو لکه هندوستان او روسیه لخوا به بیلابیلو ډلو ته د ملاتړ هڅې وکړي، پدې توګه پاکستان به په لویدیزه پوله د ناامنۍ او وسله والې جګړې ډګر وګرځي.