. هلمند کې به تاريخي ابدات په معاري توګه بیا رغول کېږي

. هلمند کې به تاريخي ابدات په معاري توګه بیا رغول کېږي

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریئس حمید الله ویاړ وایي: د ۱۵ میلیونه افغانیو پر مټ د لښکرګاه څنډه بست کلا کي د پنځو تاریخي ابدو د بیارغوني چاري پیل شوي، نوموړي څرګنده کړه، چي د شته نامنیو پر اساس د یوې مودې لپاره د یادو پروژو چاري ځنډلي وې، خو اوس یې بیرته د بیارغوني کارونه پیل شویدي.

ویاړ وویل: ددې تاریخي ابدو د بیارغوني چارو کي د کیفیت له اړخه شته ستونزي له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره په رسمي ډول شریکي شويدي.

د هلمند ولایت مسئولینو له یادو چارو څخه لیدنه وکړه ، مسئولینو ټینګار وکړ، چي پدې سیمه کي د پنځو تاریخي ابدو د بیارغوني چاري باید په معیاري ډول ترسره شي.

هلمند کي د تاریخي ابدو د بیارغوني لپاره ۱۵ میلیونه افغانۍ منظور شوي، چي دا مهال یې په عملي ډول د بیارغوني چاري دوام لري.

په تولنیزو چارو کي د ولایت مرستیال بسم الله روحاني ټینګار وکړ، چي ددې تاریخي ابدو د بیارغوني چاري باید په معیاري ډول ترسره شي، نوموړي د یو شمیر ستونزو یادونه وکړه او هیله مندي یې وښوده، چي د تخنیکي ټیم پر مټ به دې برخي ته ژر رسیده ګي وکړي.

ښاغلي روحاني وویل: ولایتي اداره ژمنه ده، چي د تاریخي ابدو د بیارغوني له چارو لیدونو ته دوام ورکړي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریئس حمید الله ویاړ وایي: په وروستیو کي د امنیتي مشکلاتو پر اساس ددې تاریخي ابدو د بیارغوني چاري ځنډلي وې، خو یو ځل بیا یې کارونه په عادي ډول پیل شويدي.

ښاغلي ویاړ وویل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاریخي ابدو ریاست او ولایتي اداره په دوامدار ډول له روانو چارو څارنه کوي، څو ټول کارونه یې په معیاري ډول ترسره شي.

د ویاړ په خبره د تاریخي ابدو د رغوني چارو کي وړاندي ځیني ستونزو شتون درلود، خو د ولایتي اداري د پریکړې پر اساس تخنیکي ټیم ددې پروژو د پلي کولو څارنه کړې او په تړاو یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رسمي راپور ورکول شوی، چي ښایي هغوی پدې تړاو تصمیم ونیسي.

ویاړ ټینګار وکړ، چي د کیفیت او معیار په تړاو به په ولایتي کچه د تخنیکي ټیمونو څارنه دوام ولري.

د معیار او کیفیت په تړاو د ترسره سوو نیوکو په غبرګون کي د پروژې مسئول انجینر وایي: هلمند کي د شته ناامنیو پر اساس د یادو پروژو چاري ځنډلې وي، خو د کیفیت له اړخه هیڅ ډول ستونزه شتون نه لري.

د یادوني وړ ده، چي د یادو تاریخي ابدو د بیارغوني چاري په عادي ډول رواني دي، د ځینو یې، ۵۵ فیصده او د ځینو تر دې کم کارونه پای ته رسیدلي دي.

خو ولایتي اداره ټینګار کوي، چي د څارني چاري به یې په دوامدار ترسره شي.