هلمند کي د پولیسو لیکو ته د ځوانانو لیوالتیا ډېره سوې ده

هلمند کي د پولیسو لیکو ته د ځوانانو لیوالتیا ډېره سوې ده

 

د هلمند امنیه قومندان مل پاسوال ولي جان سرحدي وایي: په وروستیو کي ګڼ شمیر ځوانان د پولیسو لیکو ته جذب شوي او تر ډېره بریده خالګاوي ډکي شويدي.

د سرحدي په خبره د پولیسو لیکو کي د ځوانانو لپاره یو شمیر اړین فرصتونه شته، چي هغوی یې باید استفاده وکړي، نه یوازي چي ځوانان له دي لاري دنده پیدا کوي، بلکی کولای شي، چي د خپلو خلکو لپاره خدمت وکړي.

د هلمند امنیه قومندان د جلب او جذب قومندان سمونیار عبدالواحد احمدي وایي:له یو شمیر لوستو میرمنو څخه د ترکیې هیواد د برسونو په پار ازموینه اخیستل کیږي، چي تر بریالي کیدا وروسته به پدې هیواد کي نظامي تعلیمات ورکول شي.

هلمندي ځوانان وایي: پدې ازمویني کي د ګډون اساسي هدف یې دا دی، چي د خلکو لپاره خدمت وکړي او د پولیسو لیکو کي دنده ترسره کړي.

دغه ځوانان هیله لري، چي پدې ازموینه کي د بریا نمرې ترسره کړي)

د یادوني وړ ده، چي تر دې وړاندي هم ګڼ شمیر ځوانان د پولیسو لیکو کي جدب سوې وه، چي دا مهال په بیلابیلو سیمو کي د دندي پر ترسره کولو بوخت دي.