هلمندیان وايي کام ایر هوايي شرکت د خلکو له مجبوریت څخه ناوړه ګټه اخلي.

هلمندیان وايي کام ایر هوايي شرکت د خلکو له مجبوریت څخه ناوړه ګټه اخلي.

هلمندیان وايي کام ایر هوايي شرکت د خلکو له مجبوریت څخه ناوړه ګټه اخلي.

هلمندیان وايي چې کامیر هوايي شرکت له دوی سره توپیریز چلند کوي او دوی باندې د طیارو ټکټونه د نورو ولایتو په پرتله دوه چنده پلوري.

د هلمند یو تن اوسېدونکی (( واقعاً همداسې دی د کام ایر شرکت دوه ګونی چلند کوي))

هلمند ته د کامیر هوايي شرکت د ټکټونو بیې له ۱۱۰ شروع کېږي او تر ۱۳۰ پورې رسېږي، دوی وایي چې کامیر هوايي شرکت د هغو ولایتونو په نسبت چې لاره يې ډېره ده، ټيکټ ارزانه، اما د کابل هلمند چې لاره يې کمه ده خو ټيکيټ يې قیمته دی .

دلته د هلمند یو بل تن اوسېدونکی وايي((زه مزار ته هم تللی یم ، هرات ته هم او کندهار ته هم خو یو بام اودوې هواوې دي))

یاد کسان وايي چې د هلمند جنګي حالاتو هلمندیان له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي او د ځمکنیو لارو د وخت ناوخت بندیدو سره دوی مجبور دي چې له هوايي لارې مرکز کابل ته سفر وکړي، خو کام ایر دې ټکو ته پاملرنه نه کوي ددې پرځای چې د هلمند له خلکو سره مرسته وکړي برعکس يې ټېکټ نږدې دوه برابره کړی دی .

په ورته وخت کې یو بل هلمندی ځوان ((د ولایتونو ټيکټونه يوې خواته دي ، ولې د هلمند بلې خوا ته دي))

خو د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې د پلان او پالیسۍ معین ښاغلی حسیب سروش یاده ستونزه تایدوي او وايي چې هلمند کې د طیارو د تیلو نشتون یو له هغو لاملو څخه دی چې ټکټونه يې قیمته دي، او زیاتوي چې موږ په قېمت ټاکلو کې مستقیم لاس نه لرو موږ ته هوايي شرکتونه د نرخونو لېست راوړي او موږ يې ټول لګښتونه ګورو او وروسته نرخ  په ګډه ورسره ټاکو.

ښاغلی سروش زیاتوي زموږ دنده نظارت دی او موږ هېڅکله شرکتونه خپل سر ته نه پرېږدو چې د ازاد بازار غوندې په خپل سر قېمتونه وټاکي.

دی زیاتوي چې ددې لپاره چې هلمندیان غږ پورته کړی دی او غږ پورته کول د هرچا حق دی د اوس لپاره مو شل ډالره

په هر ټکټ کې راکم کړل یعني د هرټيکټ بیه مو له ۹۰ ډالرو تر ۱۱۰ ډالرو ټاکلې ، دا نرخونه نهايي نه دي او لا هڅه کوو چې قېممتونه نور هم کم کړو ،ځکه موږ په دې اړه یو طرزالعمل جوړ کړی دی او نهايي شوی دی کم بحث ته نور ضرورت لري او ډېر ژر به له خلکو سره شریک شي اوتاسې به د ټېکټ د ټيټې بيي شاهدان و اوسئ.

هلمند ته یوازې کامیر هوايي شرکت په اونۍ کې دوه پروازونه لري، ښاغلی سروش وایي چې له نورو شرکتونو سره هم خبرې روانې دي او ډېر ژر به هلمند ته د کامیر تر څنګ باختر او نور هوايي شرکتونه هم خپل پروازونه پیل کړي.

پدې تړاو مو وغښتل چې د کامیر هوايي شرکت د مسولینو نظر هم واخلو خو د بار بار اړیکو نیولو سره سره له موږ سره مرکې ته حاضر نشول.

هلمند د هيواد په سويل کې پروت ولایت دی چې له مرکز کابل سره ۶۶۰ کیلومتره لرې پروت دی، هلمند ته د موټرو غځېدلې لار هم وخت ناوخت دې امنيتي مشکلاتو له امله بنده وي، چې خلکو ته یې زیاتې ستونزې رامنځته کړي.

د هلمند اوسېدونکي له خپلو استازو ، ولایتي چارواکو او د کام ایر شرکت له مسئولینو غواړي چې له هلمندیانو  سره مرسته وکړي او ټيکټ ورته ارزانه کړي، او که یادې ستونزې ته رسېدنه ونه شي موږ به له کام ایر هوايي شرکت سره پرېکون اعلان کړو ان تردې چې بست هوايي ډګر به وتړو.

وبه کتل شي چې راتلونکي کې په نوې تکلاره کې به د هلمند د ټکټونو بیې څومره نورې را ښکته شي.

راپور : امیر الفت