د افغان مېرمنو حقوق د سولې قرباني شول

د افغان مېرمنو حقوق د سولې قرباني شول

په افغانستان کې د ښځو حقوق د تاریخ په اوږدو په مختلفو کچو تامین شوی افغان میرمنو په تیرو دوه لسیزو کې لوی پرمختګونه کړي لکه څنګه چی موږاو تاسی شاهدان وو ښځینوو په اداراتو کی ۳۰ سلنه تشکیلوئ او ښځینه د وزارتو په رآس کی دخلګو استازیتوب، رسنیو کې، محاکمو، حقوقی برخو کی او همداسی ورزش، ښونځي او پوهنتون ته په پوره ډاډ او امنیت کی تللی دا یو ښکاره او واضیح خبره ده چی ښځه د ټولنی نیمه برخه تشکیلوی او د نارینه و په څیر د ژوند کولو حق لری او باید درناوی ورته وشی. ځکه نن ورځ دا هرچا ته روښانه ده چې د هر هیواد په پرمختګ کی ښځی پوره ونډه لري په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ټینګښت سره ښځی ​​پدې اړه ژوره اندیښنه لري ځکه چې ښځې او انجونې د طالبانو د پخوانۍ واکمنۍ (1996-2001) پرمهال له خپلو اساسي حقونو څخه بې برخې وې لکه ښوونځي ته له تګ څخه منع کول ، کار کول یا له محرم پرته سفر کول طالبانو نه یوازې په ښځو باندې د برقع پوښلو په څیر ټولنیز محدودیتونه وضع کړل ، بلکه په بنسټیز او ډول یې روغتیا پاملرنې ، تعلیم او کارونو ته د دوی لاسرسی محدود کړ. دوی ښځو ته اجازه ورنکړه چې په عامه ځایونو کې له نارینه وو پرته راڅرګند شي ، پایله لرونکي کډوالي میرمنې او ماشومان په جدي ډول اغیزمن کړي. طالبانو میرمنې د دندو درلودو څخه منع کړی له کله راهیسې چې طالبانو نظام په لاس کې اخیستی ده په ځانګړی ډول د ښځو تعلیم یافته طبقه نا هیلی شوی دی ځکه طالبانو حکومت تراوسه ښځو ته اجازه نده ورکړی چی دفترونو ته لاړشی ،پوهنتون، اویا ښځینه په رسنیو کی راڅرګندی شی، پوښتنه داده چی دا حالت به تر کومه دوام وکړی، آیا وضعیت به تغیر ومومی که یا موږ ښځینه د یو نا څرګند برخلیک سره مخ یو، د بېلګې په توګه په ټول افغانستان کی ښځینه د پوهنتون استادانی بهر ملکونو او د نړی معتبرو پوهنتونو ته دوکتورا او ماستری پروګرامونو ته معریفی شوی وی ځینو لومړیسمستر ځینی حتا په آخر سمستر کی دی خو برخلیک يې تر اوسه  نا معلوم دی  چې  څه به کېږي آیا د دوی مسولیت به څوګ پرغاړه واخلی او که یا.

د افغان میرمنو سره د پخوا هم همدا ویره وه چی د طالبانو واک ته رسیدل به د افغان میرمنو پرمختګ په وړاندې جدي خنډونه راولاړ کړي ، دا پدې مانا ده چې بشري حقونه او د ښځو پرمختګ ، د تل په څیر ، د سولې قرباني شو. پدې ټولو کې ، د ښځینه فعالانو او مشرانو شتون چې له لسیزو راهیسې په افغانستان کې د بشري حقونو ، په ځانګړي توګه د میرمنو حقونو ساتلو لپاره کار کوي ژمن دي. افغان میرمنې د ټولې نړۍ لپاره د زړورتیا او مقاومت لپاره استعارې دي. که څه ډیری فعالی ښځی له افغانستانه په وتلو بهر ملکونه ته مجبوری شوی ډیری یې لاهم په افغانستان کې شتون لري او هوډ لري چې خپلو هڅو او فعالیتونو ته دوام ورکړي. له بلې خوا ، په کابل کې د طالبان د واکمنیدو وروسته د ځینو ښځو لاریونونه او په دې سختو شرایطو کې د خپلو حقونو او غوښتنو درک کول دا حقیقت ښیې چې دا میرمنې د بنسټیزو اومدني حقونو لپاره مبارزې ته بشپړی چمتو دي. ډیری یې لوستي دي او نړیوال هویت او پوهه لري

ډاکټر پروانه احمدزۍ