جګړه او لوزونه

جګړه او لوزونه

د طالبانو پر شرایطو خبرې به د سولې او ثبات په لور د افغانستان ورو پرمختګ ودروي.
د۲۰۲۰ کال افغانستان د ۱۹ کلونو اوږدې شخړې یو له ترټولو خونړۍ  کال وو. د همدې کال دې فبرورۍ په میاشت کې د متحده ایالاتو د طالبانو یو تړون رامنځته سو. په تړون کښې طالبانو امریکایانو ته لوز ورکړو چې د امریکایانو دې سرتیرو وتلو په بدل کې به دوی ترهګرو ډلو لکه القاعده ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې څخه عملیات وکړي او طالبان به د افغانستان له دولت سره د سولې په راوستو کې مخامخ خبرو ته کیښني. د ۲۰۲۰ په سپتمبر کې ، افغان حکومت او طالبانو په لومړي ځل په دوحه کې د سولې خبرې پیل کړې. مګر د دې ډیپلوماټیکو اړیکو سره هم دواړو لورو خپلو بریدونو ته دوام ورکړۍ.
دولت د اوربند غوښتنه کړې، خو طالبانو د دې غوښتنې پرځای پر نورو خبرو ټینګارکړۍ لکه د بندیانو تبادله او د حکومت راتلونکۍ نظام. د جګړې پای ته رسولو په لارو چارو مجلسونو سره سره تاوتریخوالۍ دوام لري.
د ټرمپ اداره ، د جګړې څخه د وتلو په لټه کې وه ، کله چې د سولې پروسه پیل شوه، د دولت او طالبانو ترمنځ جوړجاړۍ کښې پاتې راغله.
د نوي امریکایی ولسمشراداره باید د سولې د ټولې پروسې یوه دقیقه بیا کتنه د وکړي او پر طالبانو فشار راوړي چې په خپلو غوښتنو کښې نرمښت وښیي تر څو دغه روانې خبرې اترې د شخړې د دوامداره حل موندلو لپاره حیاتي پاتې سي.