بست ولایتي روغتون کي د درملو زیرمه تون ګټي اخیستني ته وسپارل سو

بست ولایتي روغتون کي د درملو زیرمه تون ګټي اخیستني ته وسپارل سو

بست ولایتي روغتون کي د بې پولو ډاګټرانو په مالي ملاتړ جوړ شوی، د درملو زیرمه تون ګټي اخیستني ته وسپارل سو، د هلمند ولایتي چارواکو ددې زیرمه تون پر جوړوني خوښي څرګنده کړه او ولایتي شورا بیا د روغتیا سکټور کي د لا ډېرو هڅو ترسره کولو غوښتنه وکړه 

بست ولایتي روغتون کي د درملو محهز زیرمه تون ګټي اخیستني ته وسپارل سو، چي د یوه کال لپاره ددې روغتون د ټولو درملو ساتلو ظرفیت لري.

د بست ولایتي روغتون مسئولین وایي: د درملو ساتلو دغه زیرمه تون د بې پولیو ډاکټرانو په مالي ملاتړ

جوړشوی، چي پدې سره به د بست روغتون چاری لا  معیاري سي.

د بست ولایتي روغتون امر ډاکټر زلمي پښتون وویل: په وروستیو کي ددې روغتون د معیاري کولو لپاره هڅي پیل شوي، چي د ظرفیت لوړوني په ګډون ټولي چاري به یې د روغتیایي معیارونو پر اساس ترسره کیږي.

د هلمند سرپرست او مرستیال بریالي نظري د بې پولو ډاګټرانو له ټولنی مننه وکړه، چي بست روغتون کي یې د درملو زیرمه کولو دغه مهجز سټاک جوړ کړ، نوموړي هیله مندي وښوده، چي ولایتي اداره به د بست روغتون د ظرفیت لوړوني ته اساس پاملرنه کوي.

د هلمند ولایتي شورا ریئس عطا الله افغان وویل: د روغتیایي مرکزونو د ظرفیت لوړونه د ولسي وګړو اساسي غوښتنه ده او شوني ده، چي پدې برخه کي به ولسي وګړي له زیاتو اسانتیاوو برخمن کړل شي.

د بې پولو ډاکټرانو ټولني مسئولینو هیله مندي وښوده، چي د بست ولایتي روغتون مالي ملاتړ ته به دوام ورکړي، څو د هلمند له اوسیدونکو سره په روغتیایي برخه کي اړیني مرستي ترسره کړي.